کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

میدان وردگو کې د طالبانو دوه قومندانان او اته نور غړي وژل شوي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 2 جدی 1396 ساعت 12:15


د میدان وردګو ولایت امنیې قومندانۍ وایي د دغه ولایت په سید اباد ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو د (سرې قطعې) دوه قومندانان قاری سمیع الله او مولوي روح الله او اته نور ملګري وژل شوي دي.

د دغه ولایت امنیې قومندانۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا کسان په سید اباد ولسوالۍ کې د ترکمنستان د ۲۲۰کیلوولټ برښنا د ارغندي-غزني مزو د تړلو پر مهال وژل شوي دي.

د وردګو امنیې قومندان احمد فهیم قایم چې یادې ولسوالۍ ته تللی و، ویلي چې سیمه ییزو مافیایي ډلو له یوې میاشتې راهیسې دا مزي پرې کړي و، خو اوس یې د دې مړو د تړلو لپاره عملیات پیل کړي دي.

هغه ویلي د برښنا مزو د تړلو پرمهال نښتو کې د طالبانو لس غړي وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.


د مطلب کود: 155198

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/155198/میدان-وردگو-کې-د-طالبانو-دوه-قومندانان-او-اته-نور-غړي-وژل-شوي

آوا
  https://www.avapress.com