دخپریدو نیټه :شنبه ۱۵ میزان ۱۳۹۶ ساعت ۲۱:۰۵
د مطلب کود : 151052
د ناټو څخه د امریکا د اضافی سرتیرو غوښتنه چی افغانستان ته راسی
امریکا د ناټو څخه د ۱۰۰۰ اضافي عسکرو غوښتنه کړې تر څو د طالبانو پر ضد په جګړو کې برخه واخلي.


د امریکا سفیرې تېره ورځ جمعه د ناټو په مرکزي قومندانۍ کې د وینا پر مهال د ناټو څخه د ۱۰۰۰ اضافي عسکرو غوښتنه وکړه او ویې ویل: امریکا شاوخوا ۳۰۰۰ اضافي عسکر لیږي او ناټو به شاوخوا ۱۰۰۰ اضافي عسکر لیږي، دا یو ښه پرمختګ دی.
امریکايي سفیري «کي بیلې هوچسین» رسنیو ته وویل: مونږ به د ناټو څخه د اضافي عسکرو په غوښتنه کې ډېر واضح واوسو، مونږ به داسي نه وایو چې فلان هیواد دي دومره عسکر راکړي، بلکې دا به هم واضحه کوو چې مونږ د غه عسکر د کوم کار لپاره غواړو، تر څو ښه واضحه واوسو.
باید وویل شي چې په دې وروستیو کې ډنمارک د ۵۰ اضافي عسکرو اعلان کړی دی خو د ناټو غړو نورو هیوادونو لا د اضافي ځواکونو اعلان رسما نه دی کړی.
ددې تر مخه ویل کیدل چې امریکا به ۳۹۰۰ اضافي عسکر افغانستان ته را ولیږي او د ناټو د عسکرو شمېر نه وو څرګند شوی.
امریکا په افغانستان کې ۸۵۰۰ مېشت عسکر لري او د وال سټریټ ژورنال په وینا ۳۵۰۰ نور عسکر هم شته کوم چې د محدود وخت لپاره افغانستان ته ځي راځي او یا هم د نورو عسکرو د دندو د بدلون پر وخت کار ځیني اخیستل کیږي، ناټو د بشپړ ملاتړ ماموریت تر چتر لاندي ۴۰۰۰ عسکر لري.
د ناټو یوه چارواکي رسنیو ته ویلي چې اقلا ۱۵ هیوادونو موافقه کړې تر څو افغانستان ته اضافي عسکر ولیږي خو تر اوسه لا دغه هیوادونه رسما نه دي اعلان شوي او نه هم ویل شوي چې هر یو به څومره اضافي عسکر لیږي.
سرچینې ویلي چې کیدای شي د ناټو د ځواکونو په اړه نور وضاحتونه راتلونکې میاشت نومبر هغه مهال وشي کله چې د ناټو غړیو هیوادونو دفاع وزیران په بروسلز کې سره را ټول شي.

https://avapress.com/vdcjivev8uqeiyz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته