دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱ اسد ۱۳۹۱ ساعت ۱۹:۲۵
د مطلب کود : 45656
ناټو وايي په افغانستان کې یې درې عسکر وژل شوي
ناټو وايي چې د افغانستان په ختیځ کې د وسله والو مخالفانو په بریدونو کې د دوی درې عسکر وژل شوي دي.

د ناټو په وینا نن سهار د سړک د غاړې په یوه بمي چاودنه کې د دوی دوه سرتېري ووژل شول خو یو بل یې په جلا برید کې پرون وژل شوی و.

ناټو د تل په شان د پېښې د دقیق ځای او د وژل شویو عسکرو د هویت او ملیت په اړه څه نه دي ویلي خو د افغانستان په هغو سیمو کې، چې ناټو یې ختیځ بولي، عموماً امریکايي پوځیان دېره دي.

د دغو عسکرو له وژل کېدو سره په روانه جولای میاشت کې د ناټو ځواکونو د تلفاتو شمېر۳۰ او په روان ۲۰۱۲ میلادي کال کې ۲۴۵ ته ورسېد.

ناټو په خپله خبرپاڼه کې دغه راز ویلي چې په هوايي بمبارۍ یې د لوګر په محمد اغې ولسوالۍ کې یو شمېر وسله وال مخالفان وژلي دي.

ناټو وايي چې د افغانستان په ختیځ(لوګر،خوست، پکتیکا او پکتیا) کې د سږکال له پسرلي راهیسي جګړې زیاتې شوي دي ځکه چې دوی له وسله والو مخالفانو څخه د دغو سیمو د پاکولو هلې ځلې پیل کړي دي.

د (آی کژولټي) ویبپاڼې له شمېرنو سره سم له دوه زره لومړۍ څخه تراوسه پوري د افغانستان د جګړې په ټولو عملیاتو کې ۲ زره ۵۰ امریکايي پوځیان وژل شوي چې له دې جملې ۱۸۶ سږ کال وژل شوي دي.

د دې ویبپاڼې له شمېرنو سره سم له ۲۰۰۱ څخه تراوسه پوري دافغانستان د عملیاتو په لړ کې د امریکا په مشرۍ د نړیوال ايتلاف ټولټال ۳ زره ۹۴ پوځیان وژل شوي دي په دې شمېر کې وروستي درې تنه شامل نه دي.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcd990o.yt0kk6bl2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته