دخپریدو نیټه :شنبه ۱۰ سرطان ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۱۴
د مطلب کود : 145584
د افغانستان شرایطو ته په کتو سره به خارجی سرتیرو استول کیدونکی شمیر و ټاکل سی
د افغانستان ملي دفاع وزارت سرپرست وایي، افغانستان ته د نورو امریکایي او ناتو استول کیدونکیو سرتېرو شمیر و ټاکل سی.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبرله مخی، د ناټو د دفاع وزیرانو په غونډه کې افغانستان ته د نورو زرګونه سرتېرو پر استولو خبرې وشوې. دغه راز هوکړه وشوه، چې افغان ځانګړي ځواکونه دې پیاوړي، هوایي ځواک ته دې هم نورې الوتکې او چورلکې په واک کې ورکړشي؛ خو اوس هم معلومه نه ده، چې څومره بهرني سرتېري به افغانستان ته را لیږل کیږي؟
د ملي دفاع وزارت سرپرست تورن جنرال طارق شاه بهرامي وایي، د ګواښونو کچې ته په کتو به پرېکړه وشي، چې څومره سرتېري باید افغانستان ته راولیږل شي.
هغه په ډاګه کړه، چې یوشمېر هېوادونو افغانستان ته د خپلو سرتېرو او مشاورانو زیاتول منلي دي.
د نوموړي په وینا؛ د کابل– واشنګتن د ګډې پرېکړې له مخې به په څو اوونیو کې معلومه شي، چې څومره بهرني سرتېري افغانستان ته واستول شي.
د ناتو دفاع وزیرانو د افغانستان څلور کلن امنیتي پروګرام هم تائید کړی او د دې پروګرام د پلي کولو لپاره یې د ملاتړ او همکاریو ژمنې کړي دي.
د ملي دفاع وزارت سرپرست بهرامي وایي؛ د ناتو او افغان ځواکونو اوږه په اوږه همکاري به د دې سبب شي، چې ترهګر ژر په افغانستان کې له ناکامي سره مخ شي.
د نوموړي د وینا له مخې؛ د ناتو ټولو هېوادونو د مالي مرستو ژمنه وکړه او د افغانستان څلورکلن امنیتي پلان یې ومانه، چې یې په اړه د همکارۍ او ملاتړ غږونه پورته کړل.
د ناټو د دفاع وزیرانو پریکړې د افغان حکومت له هرکلي سره مخامخ شوي دي. اجرایی رییس عبدالله عبدالله خپلې فیس بوک پاڼه کې لیکلي چې له افغان حکومت او خلکو څخه د همکاریو د دوام ژمنې وښوده چې نړیوال د افغانستان په وړاندې کلکه اراده او ژمنه لري.
ناټو له افغانستان څخه د دوامدار ملاتړ په بدل کې په امنیتي بنسټونو کې له فساد سره د مبارزې او اصلاحاتو غوښتنه کړې او حکومت هم په دې اړه سمونونو او اصلاحاتو ته ژمن دی او په امنیتي بنسټونو کې د بنسټیزو سمونونو د رامنځته کیدو ډاډ ورکوي.
https://avapress.com/vdcc4pqs02bq0p8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته