دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۱ میزان ۱۳۹۶ ساعت ۲۱:۳۵
د مطلب کود : 150876
د هیواد په لویدیځ کی د ځواکونو قومانده:

قدرمنده هیوادونه د مسلح مخالفانو څخه ملاتړ کوی

قدرمنده هیوادونه د مسلح مخالفانو څخه ملاتړ کوی
د هیواد لویدیځ ځواکونو قومانده نن سهار ددی ځواکونو د ۶۰۰ تنو فراغت په مراسم کی چی د مسلکی تعلیماتو دوری څخه فارغیدل وویل: سیمه ایز استخبارات د روسیه په شمول د فراه په جنګ کی شکیل وو او د مسلح مخالفانو څخه تسلیحاتی ملاتړ کوی.

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، جنرال ناصر هدایت؛ د هیواد په لویدیځ کی ظفر ۲۰۷ قول اردو وویل: د افغانستان جنګونو ترشا، پیاوړۍ او قدرتمند هیوادونه دی.

هغه د روسیی نوم واخیسته او وویل چی دا هیواد عملآ د فراه په جنګ کی ځینی تجهیزات او وسایل لکه د شپی دوربین مسلح مخالفانو اختیار ته ورکوی.

هدایت زیاته کړه چی اوسنۍ جنګ یو تحمیلی جنګ دی چی د سیمه ایز هیوادونو استخباراتو له لوری مدیریت کیږی.

د هغه په وینا، د روسیه جوړ تجهیزات او جنګ وسایل د فراه بالابلوک ولسوالی کنسک سیمه کی د امنیتی ځواکونو جنګ کی امنیتی ځواکونو لاس ته ورغلی دی.

د یادولو وړده چی د امنیتی ځواکونو بریدونو له امله فراه کنسک کی پر طالبانو باندی، ۳۰ تنه طالب وژل سوی او ځینی مهمات او سلاحوی چی د روسیه جوړ دی، د امنیتی ځواکونو لاس ته ورغلی دی.

https://avapress.com/vdccmxqse2bqp48.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته