کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د هیواد په لویدیځ کی د ځواکونو قومانده:

قدرمنده هیوادونه د مسلح مخالفانو څخه ملاتړ کوی

11 میزان 1396 ساعت 21:35

د هیواد لویدیځ ځواکونو قومانده نن سهار ددی ځواکونو د ۶۰۰ تنو فراغت په مراسم کی چی د مسلکی تعلیماتو دوری څخه فارغیدل وویل: سیمه ایز استخبارات د روسیه په شمول د فراه په جنګ کی شکیل وو او د مسلح مخالفانو څخه تسلیحاتی ملاتړ کوی.


د آوا په ګزارش سره، جنرال ناصر هدایت؛ د هیواد په لویدیځ کی ظفر ۲۰۷ قول اردو وویل: د افغانستان جنګونو ترشا، پیاوړۍ او قدرتمند هیوادونه دی.

هغه د روسیی نوم واخیسته او وویل چی دا هیواد عملآ د فراه په جنګ کی ځینی تجهیزات او وسایل لکه د شپی دوربین مسلح مخالفانو اختیار ته ورکوی.

هدایت زیاته کړه چی اوسنۍ جنګ یو تحمیلی جنګ دی چی د سیمه ایز هیوادونو استخباراتو له لوری مدیریت کیږی.

د هغه په وینا، د روسیه جوړ تجهیزات او جنګ وسایل د فراه بالابلوک ولسوالی کنسک سیمه کی د امنیتی ځواکونو جنګ کی امنیتی ځواکونو لاس ته ورغلی دی.

د یادولو وړده چی د امنیتی ځواکونو بریدونو له امله فراه کنسک کی پر طالبانو باندی، ۳۰ تنه طالب وژل سوی او ځینی مهمات او سلاحوی چی د روسیه جوړ دی، د امنیتی ځواکونو لاس ته ورغلی دی.


د مطلب کود: 150876

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/150876/قدرمنده-هیوادونه-د-مسلح-مخالفانو-څخه-ملاتړ-کوی

آوا
  https://www.avapress.com