د افغان غږ(
افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبرله مخی، د ملی امنیت لوی ریاست په خبرشوی خبرپاڼه کې پرون ویلی، چې د طالبانو یاد قومندان د کابل ښار له پنځمې ناحیې څخه نیول شوی دی.
خبرپاڼه کې راغلي دي، نول شوی کس د ترهګریزو کړنو طرحهکوونکی او د کوټې شورا غړی وه چې په وسلهوالو نښتو او ترهګریزو کړنو کې یې په ارزګان کې فعاله ونډه درلوده."
سرچینیو وایی، یاد کس په دې وروستیو کې کابل ته راغلی وه ترڅو د اختر په ورځو کې ترهګریز بریدونه ترسره کړي.
خو تر اوسه وسله والو طالبانو په دی اړه رسنیو ټه څه نه دی ویلی.