دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۹ حوت ۱۳۹۳ ساعت ۱۲:۳۷
د مطلب کود : 108259
کابل وايي طالبانو ته امتیاز نه ورکوي
افغان دولت ویلي، چې طالبانو سره د سولې په خبرو کې دغې ډلې ته کوم امتیاز نه ورکوي.
د ولسمشر ویاند اجمل عابدي وايي افغان حکومت د سولې پر تامینولو ټینګار کوي او خبرداری ورکوي، چې افغان حکومت به هیڅکله اجازه ورنکړي، چې د سولې بیه له جګړې څخه ورته ګرانه تمامه شي.
عابدي زیاتوي، چې په افغانستان کې د سولې د ټینګولو په موخه د سیمې د هېوادونو ترمنځ یوه سیاسي غونډه د جوړیدو په حال کې ده او افغان حکومت د سولې په خبرو کې د ټولو اسلامي او لویدیځو هېوادونو له ملاتړ څخه تود هرکلي کوي.
خو عابدي دا ندي ویلي چې کابل طالبانو ته له امتیاز ورکولو پرته د سولې لپاره کوم پلان او طرحه لري.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcaman6o49nwu1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته