د افغان غږ(
افغان غږ خبری آژانس) آژآنس د خبرله مخی،
ولسمشرۍ ماڼۍ د دغو بریدونو په غبرګون کې وايي دا بریدونه د ترهګرو لخوا او د هغوی د بهرنیو بادارانو په همکارۍ ترسره شوي دي.
ویل کېږي چې د هغو ۱۰ تنو ټپيانو روغتیايي حالت چې د استقلال روغتون ته لېږدول شوي د اندېښنې وړ بلل شوی دی.
له ۲۸ ټپیانو څخه چې استقلال روغتون ته لېږدول شوي ۶ یې ښځې او ماشومان دي.
بریدګر لومړی له چاودېدونکو توکو څخه د ډګ موټر په مټ د شپږمې حوزې شاتنی دېوال ویجاړ او لاره یې نورو بریدګرو ته پرانیسته.
د شپږمې امنیتي حوزې د تخنیک آمر امیر محمد وویل:«موږ دننه په دفتر کې وو چې د چاودنې یو غږ مو واورېد په لومړۍ چاودنه کې موږ خپله وسله واخیسته او چمتو شوو او کله چې موږ غوښتل له دفتر څخه بهر شو چې د دویمې چاودنې غږ مو هم واورېد بیا نور پوه نه شوم چې څه وشول خپلې سترګې مې چې پرانستې په روغتون کې وم.»
د ملي امنیت پر نولسمه حوزه د برید د ټپيانو درملنه د نوموړې ادارې په روغتون کې کېږي.
ولسمشرۍ ماڼۍ د دغو بریدونو په غبرګون کې وايي دا بریدونه د ترهګرو لخوا او د هغوی د بهرنیو بادارانو په همکارۍ ترسره شوي دي.
ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې ترهګرو دا بریدونه په کندز کې د طالبانو د تش په نوم والي ملاسلام د وژل کېدو او د هېواد په نورو برخو کې د دوی د ماتو په غبرګون کې کړي دي.
له بلخوا په افغانستان کې د پرېکنده ملاتړ مأموریت د طالبانو د بریدونو په غندنې سره دا بریدونه له شرمه ډک بولي.
د ناټو د پرېکنده ملاتړ مأموریت ویاند چارلز کلیفلنډ څرګنده کړې:« زه د طالبانو دا بې رحمانه بریدونه غندم، د طالبانو له تاوتریخوالي ډکو اقداماتو د کابل ښاریانو درد او کړاو زیات کړی دی، دا ډېره له شرمه ډکه ده د دغه برید لپاره هېڅ توجیه نشته.»
طالبانو د دغو بریدونو مسؤولیت منلی او ادعا کوي چې په دغو بریدونو کې یې افغان پوځیانو ته تلفات رسولي دي.