دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۴ جوزا ۱۳۹۶ ساعت ۱۵:۳۰
د مطلب کود : 144135
د ملي وحدت حکومت مشران دې استعفا ورکړی
د نوې ملي جبهې ډلې مشر د ملي وحدت حکومت له مشرانو څخه د ګوښه کیدو غوښتنه وکړه.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبرله مخی، د نوې ملي جبهې ډلې مشر انوارالحق احدي نن په یوه خبري ناسته کې څرګنده کړې، چې، ملي وحدت حکومت په هېواد کې د روانو ستونزو د اوارۍ ځواک له لاسه ورکړی او دواړه مشران دې له خپلو دندو لیرې شي.
که څه هم نوموړي د دغو حکومتي مشران بدیل وړاندې نه کړ؛ خو هغه پخوا یې د یو لنډ مهالي حکومت طرحه لرله او له وخت مخکې ولسمشریزې ټاکنې یې غوښتې وې.
ده په کابل کې خبریالانو ته وویل، وروستیو حالاتو وښوده، چې ولسمشر او اجرائیه رییس په خپلو دندو کې پاتې راغلي او غولوونکې هڅې کوي.
نوموړي په امنیتي ادارو کې د ولسمشر اشرف غني د تېرې ورځې د اصلاحاتو خبرې د خلکو د تېر ایستلو یوه څرګنده بېلگه وښوده او په وینا یې ولسمشر تل له غولولو ډکې څرګندونې کړې دي.
هغه دواړه حکومتي مشران د وخت پر ضایع کولو تورن کړل او د کابل د وروستیو پېښو د غندنې تر څنگ یې د هر اړخیزې څېړنې غوښتنه هم وړاندې کړه.
انوارالحق احدي له یو شمېرسیاسي کسانو هم وغوښتل، چې خپلې غوښتنې دې د لاریون او تاوتریخوالي له لارې نه، بلکې په یوه مناسب بل وخت کې ږړاندې کړي.
دغه راز د ولسمشر غني دوه یم مرستیال سرور دانش له ټولو سیاسي شخصیتونو غوښتي، چې د نطام پر وړاندې د جوړې شوې دسیسې مخه ونیسي.
دانش تېره ورځ په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې په ډاګه کړې؛ په دې وروستیو کې د قومي شعارونو زمزمه او بریدونه ټول هغه څه دي، چې افغانان وېشي.
د ملي وحدت حکومت له جوړښت وروسته د افغانستان نوې ملي جبهې د حکومت د اپوزسیون په توګه ځان څرګند کړ او تل یې له وخت مخکې د ولسمشرۍ د ټاکنو غوښتنه کړې ده.
https://avapress.com/vdcdso0fkyt0of6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته