دخپریدو نیټه :شنبه ۲۳ ثور ۱۳۹۱ ساعت ۰۹:۵۹
د مطلب کود : 41144
دافغانستان حزب اسلامي دکابل له حکومت سره خبرې درولي دي
ګلبدین حکمتیار وویل حزب اسلامی په کلکه له هر هغه تړون سره چې په افغانستان کښې دامریکا دپوځي شتون ددوام زمینه برابره کړي مخالف دی .
ایرنا خبري اژانس له کابل څخه راپور ورکړ دافغانستان دحزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار پرون له افغان نیوز ټیلي ويژن سره په مرکه کښې وویل له امریکا سره دافغانستان دستراتژیک تړون دلاسلیک کیدا په دلیل دغه ګوند دافغانستان له حکومت سره دسولې خبرې اترې ځنډولي دي .

له دې وړاندې دافغانستان دحزب اسلامي مشر حکمتیار په دې خبرې سره چې دامریکا او افغانستان دستراتژیک تړون لاسلیک کیدل په افغانستان او سیمه کښې دجنګ ددوام په معنا دي له افغانستان څخه دخارجي عسکرو تر وتلو پورې له بهرنیو پوځيانو سره دمبارزې پردوام ټینګار وکړ .

ګلبدین حکمتیار وویل حزب اسلامی په کلکه له هر هغه تړون سره چې په افغانستان کښې دامریکا دپوځي شتون ددوام زمینه برابره کړي مخالف دی .

دافغانستان اسلامي ګوند له افغانستان څخه دخارجي عسکرو کامل وتل او دازادو او عادلانه انتخاباتو ترسره کیدل دافغانستان له حکومت سره دسولې دخبرواترو لپاره وارمخکې شرطونه اعلان کړي دي .
دامریکا او افغانستان ستراتژیک تړون دافغانستان داکثره خلکو ، سیاسي ګوندونو او دپارلمان داستازیو له مخالفتونو سره سره افغانستان ته دامریکا دولسمشر باراک اوباما دسفر په وخت لاسلیک شو .
دافغانستان خلک له امریکا سره ستراتژیک تړون دخپل هیواد په تاوان ګڼي .

سیاسي شناندي وايي چې له امریکا سره دافغانستان ستراتژیک تړون په سیمه او په تیره بیا په افغانستان کښې ناامنیانې او بې ثباتۍ نوره هم پسې زیاتوي .

په افغانستان کښې دامریکا او ناټو دعسکرو له دیره کیدا وروسته امنیت نور هم پسې خراب شوی ځکه چې خارجي عسکر دسیمې دثبات او امنیت ښه کولو لپاره نه دي ورغلي بلکې دسیمې دخرابولو او خپلو هدفونو ته درسیدا لپاره هلته تللي دي .
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcba8ba.rhb8ap3qur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته