دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۵ حوت ۱۳۹۵ ساعت ۰۹:۱۹
د مطلب کود : 138924
په ننګرهار کې له دوه تنکیو ځوانانو سرونه پرې شوي
د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې له دوه تنکیو ځوانانو سرونه پرې شوي دي.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژآنس د خبرله مخی، د اچین ولسوال عیسی خان ځواک وايي؛ دا دواړه تنکي ځوانان، چې عمرونه یې د پېنځلس او شپاړس کالونو ترمنځ دي د اچین د مامندو اوسیدونکي دي، چې تېره ورځ ترې داعش په باندر سیمه کې حکومت ته د جاسوسۍ په تور سرونه پرې کړي دي.
هغه زیاتوي، وژل شوي ځوانان ملکي کسان دي او له حکومت سره یې هیڅ ډول اړیکه نه درلوده.
تراوسه داعش په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ويلي.
https://avapress.com/vdcci4qs02bq1o8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته