کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په ننګرهار کې له دوه تنکیو ځوانانو سرونه پرې شوي

15 حوت 1395 ساعت 9:19

د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې له دوه تنکیو ځوانانو سرونه پرې شوي دي.


د افغان غږ(آوا) آژآنس د خبرله مخی، د اچین ولسوال عیسی خان ځواک وايي؛ دا دواړه تنکي ځوانان، چې عمرونه یې د پېنځلس او شپاړس کالونو ترمنځ دي د اچین د مامندو اوسیدونکي دي، چې تېره ورځ ترې داعش په باندر سیمه کې حکومت ته د جاسوسۍ په تور سرونه پرې کړي دي.
هغه زیاتوي، وژل شوي ځوانان ملکي کسان دي او له حکومت سره یې هیڅ ډول اړیکه نه درلوده.
تراوسه داعش په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ويلي.


د مطلب کود: 138924

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/138924/په-ننګرهار-کې-له-دوه-تنکیو-ځوانانو-سرونه-پرې-شوي

آوا
  https://www.avapress.com