په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان (یوناما) په پلازموینه کابل کې د ولسمشر په امر د شپږ تنو اعدام شویو ترهګرو په اړه اندیښنه څرګنده کړه.
دغه سازمان په خبرپاڼه کې لیکلي چې د محکومو کسانو دا رنګې مجازاتول د ترهګرو په ویرې او عمومي امنیت ته ګټه نه لري.
د ملګرو ملتونو سازمان د افغانستان له دولت څخه غوښتی چې د قانوني سمون بهر ته چټکتیا ورکړي څو د اعدام مجازات په تل پاتې بند بدل شي.
ولسمشر غني تیره ورځ د ترهګریزو پیښو د قربانیانو د کورنیو غوښتنو په اساس، د شپږ تنو په اعدام محکوم شوي کسانو حکم توشیح کړ او سمدلاسه یې په دار و ځړول.
ولسمشرۍ ماڼۍ اعلام کړی چې د ولسمشر د توشیح سره سم دغه حکم بې له ځنډه د هیواد عدلي او قضایي ارګانونو له لورې پلي شوی.
د یوناما په خبر پاڼه کې راغلي چې د ملګرو ملتونو سازمان تل دورته جرمونو لپاره د اعدام پرځای په همشني بند ټینګار کړی، خو دا چې ددوي غوښتنې نه دي منل شوي په اړه یې اندیښنه ښیي.
د خبرپاڼې په ټکو، د اعدام په تړاو هیڅ ارزښتناک شواهد شتون نلري او داسې لوی سزا ورکول عمومي امنیت ته کومه ګټه نه رسوي.
اعدام شوي کسان "محمد عثمان، محمد خان، حجت الله ، حمیدالله، اکمل حضرت الله او خان اغا" نومیدل او د څرخي پله په زندان کې ول.
ولسمشر غني له دې وړاندې د ولسي جرګې په فوق العاده غونډه کې ویلي وو چې د بخښنې وخت تیر شوی او دولت د عدالت پلی کولو ته ژمن دی.