دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۰ میزان ۱۳۹۲ ساعت ۱۱:۲۲
د مطلب کود : 75927
ملي امنیت وايي، په هلمند کې یې پر یوناما د حملې مخه نیولې

تاند- د افغانستان د ملي امنیت ریاست وايي چې ځواکونو یې په هلمند کې د یوناما یا د ملګروملتو پر دفتر د یوې خطرناکې حملې مخه نیولې ده.
د ملي امنیت د لوی ریاست له لوري په یوه خبرپاڼه کې ویل شوي:«ترهګرو ډلو د هلمند په مرکز لشکرګاه کې د یوناما د دفتر ترڅنګ چاودېدونکي مواد تنظیمول خو مخکې تر دې چې دا پلان عملي کړي، د ملي امنیت ځواکونو کشف او شنډ کړ.»
په خبرپاڼه کې یادونه شوې چې چاودېدونکي مواد په دوو موټرسایکلونو کې ځای پرځای شوي ول.
امنیتي ځواکونو په دې تړاو د یوناما د دفتر ترڅنګ یو وسله وال سخت دریځی له دوو موټرسایکلونو سره نیولی دی.
د سږکال د مې په میاشت په کابل کې د ملګروملتو د کډوالو پر دفتر یا آی او ایم په برید کې نهه تنه ملکیان، یو پولیس او پنخه حمله کوونکي ووژل شول.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdchqwnq.23nmidjyt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته