افغان غږ خبری آژانس - کابل: د غزني د پوهنې ریاست چارواکي وايي، چې د دغه ولایت په جاغوري ولسوالۍ کې د ۲۰ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه درې پوړیزه لېسې د ترمیم چارې پیل شوې.
ويل کيږي چې دغه ښوونځى په څلور جريبه ودانۍ کې موقعيت لري چې په بشپړيدو سره به يې په ٢٠ ټولګيو کې ٨٠٠ زده کوونکو ته د زده کړې زمينه برابره شي.
د يادونې ده، چې تېره ورځ په دې ولسوالۍ کې د پنځه ميليونه افغانيو په لګښت د يوه بل ښوونځي د جوړېدو چارې پيل شوې.