دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۹ میزان ۱۳۹۵ ساعت ۱۰:۴۷
د مطلب کود : 132324
د ملکی کسانو د تلفاتو جزئیات په افغانستان کی د یوناما په نوی بیان کی
په افغانستان کی د ملل متحد نمایندګی (یوناما) یو ځل بیا غواړی چی د افغانستان په هر طرفه جنګو کی خپل تلاشونه د ملکی کسانو د زیان رسولو مخنیوی ته معطوف کړی، ځکه هغه شمیرنی چی نن د یوناما پواسطه د دری لومړی ربعی د ۲۰۱۶ کال په ارتباط خپره سوه، شکاره کوی چی د ملکی کسانو تلفات د مسلحانه جنګو په اثر مخ په زیاتیدو دی.
د افغان غږ خبری آژانس د خبرګزاری له مخی د سازمان ملل د بیان په نقل سره، د جنوری د اول څخه تر ۳۰ سپتمبر پوری، یوناما ۸۳۹۷ مورد د ملکی کسانو تلفات ۲۵۶۲ وژل سوی او ۵۸۳۵ کسانو ټپی کیدنه ثبت کړی دی چی د ۲۰۱۵ کال په مقایسی سره د یو په سلو کی د لږوالی شکارندوی دی. ځمکنی جنګونه د اصلی لاملونه څخه او دهغه تر څنګ انتحاری حملی او انفجاری مواد هم قرار لری. یاماموتو تادامیچی، د ملل متحد د سرمنشی خاص نماینده افغانستان وویل: په ډیرو نفوس لرونکو سیمو کی جنګو دا کار ضروری کړی چی جدی اقدامات ترسره کړی تر څو اطمینان حاصل سی چی ټول تدابیر د ملکی کسانو د تلفاتو دمخنیوی لپاره نیول سوی دی. د دولت مخالف عناصر په سلو کی د ۶۱ ملکی کسانو تلفاتو سبب او د ۱۵۶۹ ملکی کسانو د وژل کیدو او ۳۵۷۴ کسانو د ټپی کیدو لمل سوی دی چی په مجموع کی ۵۱۴۳ ملکی تلفات او د ۲۰۱۵ کال په مقایسی سره ۱۲٪ لږ والی شکاره کوی، خو اوس هم یوناما ځینی خبرونه ثبتوی چی په هغه کی د دولت مخالف عناصر غیری قانونی حملی په پټو سترګو ترسره کوی او ملکی کسان په قصده تر هدف لاندی نیسی. ددی تلفاتو د ډیریدو اصلی لامل، د غیری مستقیم او انفجاری او هوایی حملو د سلاحو څخه استفاده، او هم ۱۱٪ ملکی تلفات هم د ځمکنیو جنګونو څخه دی چی د ملکی کسانو د تلفاتو مسئول نه دی پیژندل سوی. یاما موتو د یوناما ریاست اضافه کړ: دا یو ضروری نیاز دی چی دولت ملی پالیسی د ملکی کسانو د تلفاتو د مخنیوی لپاره تطبیق کړی او ددولت مخالف عناصر باید د غیری قانونی جنګی آلاتو څخه استفاده ونه کړی. یوناما د کوچنیانو د تلفاتو په ډیروالی سره هم اندیښنه ښودلی دی او وایی چی د ۲۰۱۶ کال په اولو نهه میاشتو کی، ۲۴۶۱ کوچنیان تلفات ورکړی دی، ۶۳۹ کوچنیان وژل سوی دی او ۱۸۲۲ یی ټپیان سوی دی چی د ۲۰۱۵ کال په پرتله ۱۵٪ ډیر سوی دی. په همدی برخه کی ملل متحد د ښځو ۸۷۷ تلفات ثبت کړی دی او وایی چی ۲۴۰ ښځی وژل سوی او ۶۳۷ یی ټپیان سوی دی چی ۱۲٪ کموالی ښیی او دهغه علتونه د ښځو لږ تلفات د انتحاری او انفجاری موادو په واسطه دی. ځمکنی جنګونه د ملکی کسانو ۲۹٪ تلفات ښیی چی د ۲۰۱۵ کال په پرتله ۱۸٪ ډیر سوی دی. ځمکنی جنګونه په ډیریدوسره یوناما ۵۱۰ مورده ملکی تلفات، ۱۶۰ وژل سوی او ۳۵۰ ټپی سوی ثبت کړی دی چی د ۲۰۱۵ کال په پرتله ۶۷٪ ډیر سوی دی. دانیل بیل د یوناما د حقوق بشر د برخی رییس وویل: ۸۴٪ د ناچاودو توکو قربانیان کوچنیان ښودل سوی دی چی باید دا باید پاکسازی سی. دی ته په توجه سره چی د دولت ضد عناصر مستقیما ملکی کسان تر هدف لاندی نیولی دی یوناما دملکی کسانو د تلفاتو شمیر ثبت کړی او هغه حادثی چی په مذهبی مراکزو کی، بازاروکی، او ښاری ساحو کی رامنځته سوی دی ثبت کړی دی. او همداسی د د جولای د میاشتی ۲۳ ورځی حمله چی په کابل کی پر لاریون کوونکو باندی ترسره سو او اکثریت یی هزاره وو شمیر یی ثبت کړی دی چی ۸۵ تنه یی وژلی دی او ۴۱۳ تنه یی ذخمی کړی دی. دا حادثه دهغه لویو حملو څخه وو چی یوناما د ۲۰۰۱ کال راهیسی ثبت کړی دی که څه هم داعش ددی حملی مسئولیت قبول کړی دی خو یوناما وایی، حملی په مستقیم ډول پر ملکی کسانو صورت نیولی دی. یوناما همچنان ډیر واقعات چی په منازعه پوری اړه لری مستند کړی دی او صحی مراکز او ماین پاکی موسسات او داسی نور یی تر هدف لاندی نیولی دی. د جنوری د میاشتی د اول څخه یوناما ۷۵ حملی چی عمدآ پر معارف باندی صورت نیولی وو ثبت کړی دی او پر امریکایی پوهنتون باندی حمله چی د اګست په ۲۴ کی ترسره سوی وو هم ثبت کړی دی چی ۱۳ ملکی کسان وژل سوی دی او ۴۸ نور ټپیان سوی دی او یوناما د ددولت د مخالفینو څخه غواړی چی پر ملکی کسانو باندی حملی ودروی. ویل کیږی چی؛ یوناما د ملکی کسانو د تلفاتو څخه اندیښمند دی چی د ددولت د طرفدارانو لخوا په هوایی حملو کی ترسره سوی دی چی د جنوری د اوله څخه تر ۳۰ سپتامبر پوری ۲۹۲ ملکی تلفات، ۱۱۳ وژل سوی او ۱۵۹ ذخمی سوی دی چی د ۲۰۱۵ کال په پرتله ۷۲٪ ډیروالی ښیی. یو پردریمی برخه دا تلفات د بین المللی نظامی ځواکونو پواسطه صورت نیولی دی... یونام یوځل بیا ددولت څخه غواړی چی ددی پالیسی تطبیق د خپلو برنامو په سرکی قرار ورکړی.
https://avapress.com/vdcauun6y49nee1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته