دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۸ سرطان ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۱۶
د مطلب کود : 293175
په لسګونو راکټونه د لبنان له جنوب څخه د اشغال شوي فلسطین په شمال کې توغول شوي
د صهیونیسټ رژیم رسنیو خبر ورکړی دی چې نن سهار د لبنان له جنوب څخه د نیواک شوی فلسطین په شمال کښې د الجلیل سیمې په لور شاوخوا څلویښت توغندی وتوغول شول.
افغان غږ خبری آژانس: په عین حال کښې حزب الله په نیول شویو سیمو د لسګونو توغندیو د ویشتلو خبر ورکړی دی.

د لبنان د اسلامی مقاومت غورځنګ اعلان وکړ چې د غزې په تړانګه کښې د فلسطین د ولس په ملاتړ او د هغوی له زړور او باعزته مقاومت څخه د ملاتړ په لړ کښې د لبنان د مقاومت جنګیالیو د غزې په شمال کښې په الجلیل کښې د البغدادی پوځی اډه په نښه کړه. 

حزب الله همداراز زیاته کړه د فلسطین د مقاومت د خلکو د ملاتړ او د هغه د زړور او سپیڅلي مقاومت د ملاتړ او په سیمه کښې د صهیونیسټي رژیم د ترهګرو حملو په ځواب کښې پرون یکشنبه د اسلامي مقاومت مبارزینو د نمرا په اډه حمله وکړه. 

د لبنان د اسلامی مقاومت د خبر له مخې د تبریاس په لویدیځ کښې د نمرا اډه (د نیواک شوی فلسطین په شمال کښې د اسرائیلو د فوځ یوه له مهمو اډو څخه ده) هم په لسګونو کاتیوشا راکټونو توغولې.
https://avapress.com/vdccm1qip2bqos8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته