دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۹ جدی ۱۳۹۰ ساعت ۱۱:۳۸
د مطلب کود : 35300
الن: د طالبانو مشر په خپلو وسله والو باندې کنټرول له لاسه ورکړی
جان الن د یوې اعلامیې په ترڅ کې د هلمند په کجکې سیمه کې پرونۍ ځان وژونکې حمله وغندله او ویې ویل، چې دغې حملې وښوده چې وسله والو طالبانو د ملکي افغانانو په وړاندې په تمامه مانا جګړه پیل کړې ده.
په افغانستان کې د ناټو او امریکایي ځواکونو عمومي قومندان جنرال جان الن په هلمند کې پرونیو حملو ته په پام سره چې په کې د افغان او بهرنیو عسکرو تر څنګ لسګونو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې، وایي چې د طالبانو مشر په خپلو وسله والو باندې کنټرول له لاسه ورکړی.

جان الن د یوې اعلامیې په ترڅ کې د هلمند په کجکې سیمه کې پرونۍ ځان وژونکې حمله وغندله او ویې ویل، چې دغې حملې وښوده چې وسله والو طالبانو د ملکي افغانانو په وړاندې په تمامه مانا جګړه پیل کړې ده.

په کجکي سربیره پرون په نادعلي ولسوالۍ کې هم په یوې چاودنه کې د استخباراتو د یوه مسول په شمول څو تنه ووژل شول.

د هلمند د والي ویاند داود احمدي په کجکي او ناد علي سیمو کې د پرونیو چاودنو په اړه ازادۍ راډیو ته وویل، چې په دغو حملو کې د پولیسو په شمول لږ تر لږه دیارلس تنه ووژل شول.

ځینو نورو امنیتي سرچینو بیا په کجکي کې په ځان وژونکې حمله کې د وژل شوېو کسانو شمېر له دې هم زیات ښودلی دی.

د ناټو له خوا په خپرې شوې اعلامیې کې په کجکې کې افغانانو ته د اوښتې مرګ ژوبلې ترڅنګ بهرنیو عسکروته هم د مرګ ژوبلې ویل شوي خو دانده څرګنده شوې چې په دې پیښه کې بهرنیوعسکروته څو مره تلفات اوښتي.

د ناتو او امریکایي ځواکونو عمومي قومندان جنرال جان الن ویلي چې په کجکي بازار کې په دغې ځان وژونکې حملې سره وسله والو طالبانو یوځل بیا وښوده چې دوی د افغانانو په غم کې ندي او په دې کارسره به دوی د سولې په بهیر کې ځان نورهم د انزاو خوا ته بوځي.

هغه وویل د طالبانو مشر ملامحمد عمر پرخپلو وسله والو کنټرول له لاسه ورکړی که نه ده باید سمدستي دغه حملې غندلې وای او خپلو وسله والو ته یې امرکړی وای چې د بې ګناه افغانانو په وړاندې حملې سمدستي بندې کړي.

د کجکي د حملې مسولیت تراوسه چاپه غاړه ندی اخیستی خو په نادعلي کې د پرونې چاودنې مسولیت طالبانو په غاړه اخیستی دی چې په وژل شویو څلوروتنوکې د استخباراتو یو مسول هم شامل دی.

د طالبانو مشرملاعمر څه باندې یوکال مخکې په یوه بیان کې خپلو وسله والو ته امرکړی وچې ملکیانو ته د سراو مال د زیانونو د مخنیوي لپاره دې هڅه وکړي
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdciupap.t1awu26kct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته