دخپریدو نیټه :جمعه ۱۸ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۲۲:۰۹
د مطلب کود : 165027
راتلونکې نسل، تکفیری تروریزم ننۍ قربانیان

 
د داعش خبرداری له امله په جلال آباد ښار کې ۸۰ ښځینه مکتبونه رخصت شوی دی.
د ښځینه زده کوونکو شمیر په ۸۰ مکتبونو کې نږدی ۱۵۰ زره ده.
وویل کیږی چی په جلال آباد ښار کې ښځینه ښوونځی تړلی دی او امنیتی ځواکونه یی په څلور اطرافو کې ځای پرځای شوی دی.
په یو اعلامیه کې چی داعش ډلې پوری اړه لری د یک شنبه په ورځ جوزا ۱۳ نیټې باندی خپور او د ننګرهار خلګو او ټولنیز شبکو کې خپور شوی، راغلی دی چی هغوی د غیری نظامیانو وژل کیدو د بدلي د اخیستلو لپاره بالخصوص د کوچنیانو وژل کیدو لپاره چی د آمریکایی ځواکونو او دولتی ځواکونو په هوایی بریدونو کې د هغوی نفوذ لاندی سیمو کې وژل شوي، ددی وروسته ښځینه مکتبونه تر برید لاندی راوړی. په دی پیغام کې د ننګرهار اوسیدونکو څخه غوښتل شوی دی چی خپل انجوني و ښوونځیو ته تلو څخه وګرځوی.
د سازمان ملل کوچنیانو څخه ملاتړ صندوق(یونیسف)، په تازګیو سره اعلان کړ چی افغانستان نږدی نیم کوچنیان و ښوونځی ته نه ځی.
ناامنی ددی محرومیت اصلی دلایلو څخه شمیرل شوی دی.
داعش سر پری کوی، قتل عام کوی، داعش بمباری کوی، داعش انتحاری کوی، داعش په خارجی موټرونو سره داخله وزارت ته ځی او برید کوی، داعش مسجدونه او لمونځ کوونکې او کلتوری او رسنیزه دفترونه تر برید لاندی راوړی او د وینی حمام رامنځته کوی، داعش ولسوالی بیله کوم جنګ او وینی تویونې نیسی، داعش د تالک کان استخراجوی او مستقیمآ امریکا او اروپا ته پلوری، داعش کوچنیانو ته نظامی زده کړي ورکوی، داعش ناپیژانده هلیکوپټرونو څخه برخمن کیږی، داعش د سوریه څخه تر ننګرهار، امنیتی تونلونه وهی او ځواکونه او تجیزات په معجزه ای توګه لیږدوی، داعش ښځینه ښوونځی بندوی او په یو ساده حکم سره په لسګونه زره زده کوونکې او راتلونکې نسل خپل تروریستی ایدئولوژی قربانی کوی او...
دا داعش څوک ده چی د امریکا او ناتو تر ږیری لاندی، داسی آزادانه عمل کوی او هیڅوک مخه یی نه شی نیولای؟
ولی په ننګرهار کې ښوونځی د داعش په اخطار او خبرداری سره تړل کیږی په داسی حال کې امنیتی ځواکونو تر ساتنې لاندی دی؟
ولی کوم داخلی او خارجی امنیتی مرجع ددی معما څخه پرده نه پورته کوی؟
ولی هیڅوک حاضر نه دی چی ددی ډلې سولې او جنګ په اړه خبری وکړی او تصمیم ونیسی؟
دولت او ناتو او امریکا دقیقآ کوم برنامه د داعش سره مقابلی لپاره په افغانستان کې لری؟
ولی داعش ته میدان ورکول کیږی چی بیله کوم بیری او مانع او محدودیت خه خپل قدرت اعمال کړی او ورځ په ورځ خپل قدرت لمن پراخ کړی؟
دا پوښتنه په داسی حال کې رامنځته کیږی چی د افغانستان راتلونکی نسل هم د تروریزم قربانی کیږی چی نن زموږ کور او ځمکې اشغال کړی او ورځ په ورځ د دریشه پراخولو په حال کې دی او خپل قلمرو لمن پراخوی.
بیله شکه، ننګرهار کې ښځینه ښوونځیو تړل د داعش یواځنی تکفیری اقدام ددی بوم او مرز زامنو راتلونکې په حق کې نه دی.
که وضعیت همداسی ادامعه پیدا کړی نو عراق او سوریه پیښی به په افغانستان کې هم تکرار شی.
دا یواځی یو خبرداری نه دی، هغه لاره شکاره کونه ده چی په هغه کې مو قرار نیولی دی او په خلاصو سترګو او تړلی لاسونو سره خپل مرګونی راتلونکی لوری ته په حرکت کې یو.
په دی منځ کې، تجربه شکاره کوی چی نه نظامیانو او نه افغانستان خارجی استراتژیک متحدانو ته کوم هیله شته او نه هم د دولت څخه ددی آدمخواری له منځه وړلو لپاره کوم کار کیږی او کوم کار لپاره کوم اراده شتون نه لری؛ بناپردی، خلګ باید خپله د خپل برخلیک بدلون لپاره حرکت وکړی؛ هغه حرکت چی په نتیجه کې به خپل برخلیک باندی حاکمیت پیدا او بی ګانه قدرت او نفوذ لاندی ونه اوسو.
 
 
 
https://avapress.com/vdcgxn9quak93z4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته