دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۷ جدی ۱۳۹۶ ساعت ۱۷:۵۸
د مطلب کود : 156536
د ۳ قوماندانانو په ګډون ۱۴ داعش وسله وال ننګرهار کې ووژل شول

د ملي امنيت ځانګړو ځواکونو تېره شپه ننګرهار کې د داعش وسله والو په يوه مرکز کې عمليات تر سره کړي، چې په ترڅ کې يې د درې مهمو قوماندانانو په ګډون ۱۴ داعش وسله وال وژل شوي دي .

د معلوماتو له مخې، دا عملیات ننګرهار ولايت د چپرهار ولسوالۍ سپين جومات سيمه کېترسره شوی و او په وژل شويو کسانو کې د داعش وسله والو یو قوماندان جلال مشهور په نظامي او د بريدونو مسئولين فتح او عاصم شامل دي.

دننګرهار والي وياند عطاالله خوګياني وايي د دغه عملياتو په ترڅ کې د داعش وسله والو مرکز، وسلې او مهمات په بشپړ ډول لمنځه وړل شوي.

دغه راز د عملياتو پر مهال داعش وسله والو له يوه جومات څخه پر امنيتي مسئولینو برید کړی، چې له امله يې جومات هم تخريب او د ځانګړې قطعې درې سرتيري ټپيان شوي دي.

له بلخواننګرهار ولایت پچير اګام ولسوالۍ کې يو وسله وال طالب سولې بهير سره يو ځای شو او په چپرهار کې يو وسله وال داعش پولیسو له لوري ونيول شو.

همداشان ننګرهار ولايت دوربابا ولسوالۍ ګړوکو سيمه کې پوليسو تېره ورځ په يوې کنډواله کې مهمات او چاوديدونکي توکي ترلاسه کړل. د معلوماتو له مخې په دغه مهماتو او چاوديدونکو توکو کې ۵۱۳ فيره د پيکا ، ۱۴۶ فیره د ام شپاړلس وسلې او۲ فیره د راکټ اندازه مرمۍ او ۱۲ کيلو ګرامه امونيم نايتريت شامل دي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcbf0b80rhbssp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته