دخپریدو نیټه :شنبه ۱۳ جوزا ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۳۶
د مطلب کود : 144038
په کابل کی د وینی حمام؛ د پاکستان سره باید څه وکړل سی؟
د پاکستان د خارجه وزارت د افغانستان ملی امنیت ریاست اخیر اظهاراتو په وړاندی چی ګواکی پاکستان اطلاعاتی دستګاه د کابل په چاودنه کی لاس لری، غبرګون وښود.
محمد نفیس زکریا؛ د پاکستان د خارجی چارو وزارت یو ویاند، د پنجشنبه په ورځ وویل چی د افغانستان دولت خپل ناکامیو په دلیل پاکستان ملامتوی.
هغه ټینګار وکړ چی امن افغانستان د پاکستان په ګټه دی.
د چهارشنبه په سهار، د جوزا په ۱۰ یو سخت چاودنه د زنبق په څلورلاره کی د کابل ښار وزیر اکبر خان په سیمه کی رامنځته سوه. دا چاودنه د ۹۰ تنو ډیر شهید او ۴۶۰ تنو څخه ډیر ټپیان کړل.
د ملی امنیت ریاست د چهارشنبه په ورځ اعلان کړ چی د کابل چاودنه د حقانی شبکی له لوری په پاکستان کی طرحه ریزی سوی وو.
تراوسه ددی چاودنی مسئولیت چا په غاړه نه دی اخیستی.
دا لمړۍ ځل نه دی چی د افغانستان دولتی مقامات، په افغانستان کی د تروریستی بریدونو کی پاکستان په لاس درلودلو تورنوی؛ خو دا تورونه هر وخت د پاکستان له لوری رد سوی دی.
شکاره خبره دی چی هم د افغانستان امنیتی دستګاه له لوری پرپاکستان باندی تورونه تکراری دی او هم د اسلام آباد رژیم دیپلماسی دستګاه متقابل غبرګون ددی تورونو په وړاندی.
له بلی خوا، د ډیرو کارپوهانو په باور، هیڅ شک او شبه وجود نه لری چی پاکستان په تروریستی چارو کی په افغانستان کی قویآ او مستقیمآ لاس لری او دا کار په یو اندازی سره شکاره دی چی د اسلام آباد رژیم مکرر انکارات نه سی کولای ددی باور پراخیدو څخه مخنیوی وکړی.
په دی حساب، منتقدان د پاکستانی عواملو په وړاندی د افغانستان امنیتی دستګاه موضع ګیری ته په اشاری سره، دا پوښتنه مطرح کوی چی د پاکستان سره د افغانستان ناامنی اصلی عامل په حیث څه باید وکړل سی؟ یواځی به دی پوهیدو سره چی پاکستان په افغانستان کی د تروریستی بریدونواو عملیاتونو هدایت او سازمان دهی کی د ایده څخه تر اجرا پوری لاس لری، د افغانستان امنیتی نهادونو او ځواکونولپاره کافی دی؟ آیا هغوی بیله دی چی په امن او حفاظت سوی سیمه یعنی پایتخت کی د هر تروریستی برید وروسته، اعلان کړی چی هغه فلانی تروریستی ډله د پاکستان جاسوسی سازمان په مرسته، ددی برید مسئول دی، بل کوم دنده نه لری؟
اساسآ ولی هر ځل د افغانستان امنیتی دستګاوی، د هر برید وروسته هغه یواځی څو ساعته وروسته خبریږی چی کوم کسان د برید په سازماندهی او اجرا کی لاس درلود؟
که پاکستان په افغانستان کی د ټولو بریدونو مسؤول دی- چی بیله شکه دی- د پاکستان سره باید څه وکړل سی؟
دا همغه پوښتنه دی چی د افغانستان امنیتی دستګاوی او دولتی نهادونه باید ځواب ورکړی؛ هغه پوښتنی او ابهامات چی هر ځل په تکراریدو سره، هیڅ وخت هغه مسؤولانه ځواب نه دی ورکړی.
دا چی څنګه تروریستان د بوم او آر پی جی او کلاشینکوف او انتحاریو سره د پاکستان څخه را ولاړیږی او د کابل په شنه سیمه کی په سختو تروریستی بریدونو لاس پوری کوی او په سلهاوو کسان په وینو لړی، هغه معما دی چی هیڅ وخت نه دی حل سوی.
د افغانستان امنیتی نهادونه، د هر پیښی وروسته، د تورونو ګوته و پاکستان ته وړی؛ او هیڅ وخت دا نه څیړی چی د آی اس آی مامور تروریستان څنګه ځان د کویته او کراچی څخه تر کابل او... رسوی او لاره خلاصوی او د هیڅ خنډ سره برخورد نه کوی؟ او یا د افغانستان دشمن د پاکستان په نامه سره باید څه وکړل سی؟
دا ډیر ساده دی چی د خارجی عامل په تورنولو سره، مرګباره تروریستی بریدونه توجه کړل سی؛ خو دا کار، کوم مسؤولیت د امنیتی نهادونو اوځواکونواو دولت سیاسی مشرانو څخه نه کموی چی د خارجی عواملو په وړاندی باید د خلګو ساتنه وکړی.
دی کار ته په کتو سره، که امنیتی دستګاوی او عالی رتبه دولتی مراجع، ونه غواړی یاهم ونه سی کولای په افغانستان کی د پیژندل سوی ملاتړکوونکو او تروریستانو بریدونو مخه ونیسی، تروریستی ډلی او یا خارجی جاسوسی سازمان ته د تورونو ګوتی وړل، نه یواځی کوم څه ته بدلون نه وکوی؛ بلکه ددی کار تکرار د مسؤولیت څخه تیښته پیاوړی کوی او پردولت او ځواکونو او امنیتی نهادونو باندی د خلګو ایمان او اعتماد او باور مخکی د هرڅه، مخدوش به کړی. هغه وخت چی خلګ په حفاظت سوی سیمه یعنی پایتخت کی هم د سلهاوو په مقیاس ووژل سوی او ټپی سی، نور څه او چا باندی باور کیدلای سی؟
https://avapress.com/vdcfmjdycw6djxa.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته