دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۸ جوزا ۱۳۹۳ ساعت ۱۲:۱۱
د مطلب کود : 92415
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزي پرون ماښام د پاکستان د اسلامي جمهوریت له صدراعظم نواز شریف سره ټیلیفوني خبرې وکړې او د ډیورنډ کرښې له هغې غاړې یې د کونړ ولایت په بېلابېلو سیمو د پاکستاني توپخانې پر ډزو یې خپله اندېښنه ښکاره کړه.
ددغو خبرو په ترڅ کې چې په دوستانه فضا کې تر سره شوې، د پاکستان صدراعظم وویل چې له افغاني لوري څخه تروریستان ور اوړي او عملیات کوي.
حامد کرزي په ډاګه کړه چې له کلونو راهیسې د پاکستان لخوا تروریستان افغانستان ته راځي، خو افغانستان هېڅکله پر ملکي خلکو او وګړو د توپخانې ډزې نه دي کړي، ځکه چې ملکي خلکو ته ځاني او مالي تاوان باید په هېڅ صورت ونه رسیږي.
په مقابل کې د پاکستان صدراعظم جمهور رئیس حامد کرزي ته ډاډ ورکړ چې له خپلو مربوطه اداراتو سره به دا موضوع وڅېړي او رسیده ګي به ورته وکړي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdciw5a3.t1arz26kct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته