کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

جمهور رئیس کرزي او صدراعظم نواز شریف پر افغانستان د پاکستاني توپخانې د ډزو په اړه خبرې وکړې

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 8 جوزا 1393 ساعت 12:11


د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزي پرون ماښام د پاکستان د اسلامي جمهوریت له صدراعظم نواز شریف سره ټیلیفوني خبرې وکړې او د ډیورنډ کرښې له هغې غاړې یې د کونړ ولایت په بېلابېلو سیمو د پاکستاني توپخانې پر ډزو یې خپله اندېښنه ښکاره کړه.
ددغو خبرو په ترڅ کې چې په دوستانه فضا کې تر سره شوې، د پاکستان صدراعظم وویل چې له افغاني لوري څخه تروریستان ور اوړي او عملیات کوي.
حامد کرزي په ډاګه کړه چې له کلونو راهیسې د پاکستان لخوا تروریستان افغانستان ته راځي، خو افغانستان هېڅکله پر ملکي خلکو او وګړو د توپخانې ډزې نه دي کړي، ځکه چې ملکي خلکو ته ځاني او مالي تاوان باید په هېڅ صورت ونه رسیږي.
په مقابل کې د پاکستان صدراعظم جمهور رئیس حامد کرزي ته ډاډ ورکړ چې له خپلو مربوطه اداراتو سره به دا موضوع وڅېړي او رسیده ګي به ورته وکړي.


د مطلب کود: 92415

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/92415/جمهور-رئیس-کرزي-او-صدراعظم-نواز-شریف-پر-افغانستان-د-پاکستاني-توپخانې-ډزو-په-اړه-خبرې-وکړې

آوا
  https://www.avapress.com