دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۰ ثور ۱۳۹۳ ساعت ۱۸:۵۶
د مطلب کود : 90617
ماليي وزارت د افغانستان د فساد په اړه د سیګار وروستی راپور رد کړ
د مالیې وزارت د سیګار ادارې هغه راپور رد کړ، چې که چیرې په افغانستان کې د رشوت او غلا مخه ونه نیول شي، په دې هېواد کې په تیرو لسو کلونو کې د امریکا ملیونونه ډالر ضایع کیدای شي.
د مالیې وزارت ویاند عبدالقادرجیلاني نن له ازادي راډیو سره په خبرو کې د سیګار ادارې وروستی راپور رد کړ.
ده وویل دا ادارې پرته له دې تحقیقات وکړي او درست ارقام ترلاسه کړي، رپوټونه خپروي.
په افغانستان کې د بیارغونې لپاره د امریکا د مصارفو د څارنې ادارې [سیګار] مشر جان سوپکو په دې رپوټ کې ویلي، د افغانستان په حکومتي ادارو کې فساد دومره زیات دې چې حکومت خپل عواید نه شي راغونډولای، حسابدهي نشته او عواید له اقتصادي پرمختګ سره مرسته نه شي کولای.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdca0ino.49nw61xhk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته