کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ماليي وزارت د افغانستان د فساد په اړه د سیګار وروستی راپور رد کړ

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 10 ثور 1393 ساعت 18:56


د مالیې وزارت د سیګار ادارې هغه راپور رد کړ، چې که چیرې په افغانستان کې د رشوت او غلا مخه ونه نیول شي، په دې هېواد کې په تیرو لسو کلونو کې د امریکا ملیونونه ډالر ضایع کیدای شي.
د مالیې وزارت ویاند عبدالقادرجیلاني نن له ازادي راډیو سره په خبرو کې د سیګار ادارې وروستی راپور رد کړ.
ده وویل دا ادارې پرته له دې تحقیقات وکړي او درست ارقام ترلاسه کړي، رپوټونه خپروي.
په افغانستان کې د بیارغونې لپاره د امریکا د مصارفو د څارنې ادارې [سیګار] مشر جان سوپکو په دې رپوټ کې ویلي، د افغانستان په حکومتي ادارو کې فساد دومره زیات دې چې حکومت خپل عواید نه شي راغونډولای، حسابدهي نشته او عواید له اقتصادي پرمختګ سره مرسته نه شي کولای.


د مطلب کود: 90617

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/90617/ماليي-وزارت-د-افغانستان-فساد-په-اړه-سیګار-وروستی-راپور-رد-کړ

آوا
  https://www.avapress.com