د هوايي چلند هغه شرکت، چې الوتکه یې تښتول شوې، ویلي چې ټول مساپر او د الوتکې عمله خوندي او روغ رمټ دي.
دوی وايي پېښه کې څوک نه دي خوږ شوي، خو پولیس وايي، چې هرڅه یې کنټرول کړي دي.
۷۰۲ نمبر الوتکه په سیمه ییز وخت درې بجې له ادیسې بابار روم ته وه.
د ژنیوا تړل شوی هوايي ډګر اوس بېره پرانیستل شوی.
د ژنیوا د هوايي ډګر چارواکو ویلي، چې ۷۶۷-۳۰۰ نمبر الوتنې پر شپږو بجو ژنیوا ښار کې د مهالوېش له مخې نه، بلکې ناڅاپي ناسته کړې ده.
د ژنیوا ټریبیون ورځپاڼې ویلي، چې دغه الوتکه پر سودان تېره شوې او بیا تښتول شوې.
د ایتیوپیا هوايي چلند ویلي، چې ۷۰۲ الوتنه اړ شوې، چې د ژنیوا پر هوايي ډګر کښېني.
په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې د ژنیوا پر هوايي ډګر د مساپر وړونکې الوتکې راکوزېدو وروسته مساپر خوندي دي.
ټول مساپر او عمله روغ رمټ دي.
په الوتکه کې ټول ۲۰۰ کسان سپاره وو.
که څه هم د الوتکې د تښتولو عوامل نه دي روښانه شوي، خو داسې ناتایید شوي معلومات شته، چې ګني د الوتکې یوې سپرلۍ غوښتل، چې ژنیوا کې پناه واخلي.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)