دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۱ میزان ۱۳۹۲ ساعت ۱۰:۱۹
د مطلب کود : 76693
افغانستان او امریکا په امنیتي تړون کې پر ځینو مهمو مسلو باندې موافقې ته و رسېدل
د افغانستان جمهوررئیس حامدکرزي او د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنیتي او دفاعي تړون پر سر په تېرو ۲۴ ساعتونوکې له مذاکرو وروسته، پرون شپه په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې ګډون وکړ.
حامدکرزي په دغه مطبوعاتي کنفرانس کې وویل چې موږ په دغه سند کې پر مهمو مسلو باندې موافقې ته و رسېدلو او په کتبي ډول مو د دې ضمانت ترلاسه کړ چې امریکا به د دغه سند له مخې د افغانستان ملي حاکمیت ته احترام کوي، ځواکونه به یې پخپل سر عملیات نه کوي، له ملکي تلفاتو څخه به مخنیوی کوي، د افغانستان د خلکو د سر او مال ساتنه به کوي او همدا راز زموږ ترمنځ د تجاوز د تعریف وضاحت وشو چې زموږ لخوا ومنل شو.
د هېواد جمهوررئیس وویل چې زموږ په دغو مذاکراتوکې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د مصوونیت مسله هم مطرح شوه خو ډیر بحث مو ځکه پرې ونه کړ چې پر دغې ځانګړې مسلې او د ټول امنیتي سند په اړه به د افغانستان د خلکو لویه جرګه پریکړه کوي او بیا به د تائید لپاره ولسي جرګې ته ځي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري له حامدکرزي سره ترسره شوې مذاکرې ډیرې مهمې او تاریخي وګنلې وې ویل چې امریکا د افغانستان ملي حاکمیت او د دغه هېواد دخلکو حقوقو او غوښتنو ته احترام لري. موږ غواړو چې د افغانستان خلک په سوله او امنیت کې ژوند وکړي.
جان کیري وویل چې په دغه امنیتي سند کې د امریکایي ځواکونو د بخښنې خبره مطرح نه ده، هرڅوک چې جرم وکړي هغه باید قانون ته وسپارل شي او مجازات شي چې موږ دا په عمل کې هم ثابته کړې ده. هغو عسکرو چې په افغانستان کې جرم کړی دی اوس هم د امریکا په زندانونوکې بندیان دي.
ده وویل امریکا د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې عسکرلري که چیرې د هغوی لخوا کوم جرم ترسره شي نو د امریکا د قوانینو له مخې ورسره چلندکیږي. ښاغلي جان کیري زیاته کړه چې که چیرې د امریکایي عسکرو د مصوونیت موضوع د افغانستان د خلکو د لویې جرګې لخوا حل نه شي، دغه سند به د امریکا لخوا لاس لیک نه شي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcipqay.t1aq326kct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته