دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۶ ثور ۱۳۹۲ ساعت ۱۷:۵۶
د مطلب کود : 64546
بغلان: د دوشي او د بامیانو د شیبر ولسوالیو ترمنځ د ۱۳۰ کیلومتره سړک د پخولو کار پیل شوی

د بغلان مسئولین وايي، د دې ولایت د دوشي او د بامیان ولایت د شیبر ولسوالیو ترمنځ د ۱۳۰ کیلومتره سړک د پخولو کار پیل شوی.
د بغلان والي سلطان محمد عبادي ازادۍ راډیو ته وویل، چي دغه سړک د ۲۲۰ میلیونه ډالرو په لګښت جوړیږي.
د بغلان ولایت مسئولین وايي، دغه سړک به خلکو ته په تګ راتګ کي اسانتیاوي برابري کړي او ترڅنګ به یې له کانونو څخه د ډبرو د سکرو د انتقال لپاره هم کار واخیستل سي.

https://avapress.com/vdccepqe.2bq008j5a2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته