پاکستاني طالبان وايي، دوى به په شمالي وزيرستان کې خپل مهالني بريدونه ودروي او د دې پرځاى به په افغانستان کې پر ناټو ځواکونو بريدونه وکړي.
شمالي وزيرستان د طالبانو مهم مرکز بلل کېږي.
په هغه بيان کې چې د طالبانو له خوا پرون خپور شوى؛ راغلي، دغه اوربند د پاکستان په نورو برخو کې، چې وخت ناوخت په کې د طالبانو او دولتي امنيتي ځواکونو ترمنځ سختې نښتې کېږي؛ نه تطبيقېږي.
ازادی رادیو راپور وکړه په شمالي وزيرستان کې په زرګونو دولتي پوځيان دېره دي، دا يوه قبايلي سيمه ده چې له افغانستان سره پوله لري.
راپورونه وايي، په شمالي وزيرستان کې ځينې طالب قوماندانان پر دوو برخو سره وېشل شوي، ځينې يې د ناټو او ځينې يې د پاکستان پر دولتي ځواکونو حملو ته ترجېح ورکوي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)