دخپریدو نیټه :شنبه ۱۰ سرطان ۱۳۹۱ ساعت ۰۸:۴۱
د مطلب کود : 44202
په نورستان کې د طالب وسله والو او افغان ځواکونو ترمنځ نښته روانه ده
پرون وسله والو طالبانو، چې پاکستاني پوځ يې ملاتړ کوي، په ګامدیش ولسوالۍ کې په پرتو افغان ځواکونو سخت برید کړی؛ چي برید کوونکو ته درنه مرګ ژوبله اوښتي .
د نورستان امنیتي مسولین وايي، چي د جمعې سهار څلور بجې وسله والو طالبانو د کامدیش ولسوالۍ کې په پرتو افغان ځواکونو برید کړی، چې جګړه دوام لري .

د نورستان امنیې قومندان ″غلام الله نورستاني″ په تلیفون ازادۍ راډیو ته وویل؛ چې پرون وسله والو طالبانو، چې پاکستاني پوځ يې ملاتړ کوي، په ګامدیش ولسوالۍ کې په پرتو افغان ځواکونو سخت برید کړی؛ چي برید کوونکو ته درنه مرګ ژوبله اوښتي .

د قومندان په وینا، په برید کې یوشمېر ولسي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې او یو شمېر کورونه هم ویجاړ شوي دي.

غلام الله وايي، اوس هم جګړه روانه ده او تر اوسه دواړو خواو او ولسي خلکو ته د اوښتو زیانونو کره شمېر روښانه نه ده.

تر دې دمه وسله والو طالبانو د روانې جګړې په اړه خبري رسنیو ته څه نه دي ویلي
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcj88ex.uqexyz,bfu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته