د افغانستان د سولې د عالي شورا مشر صلاح الدین رباني په یوه مرکه کې چې له یوې لویدیځ رسنۍ سره یې کړي ویلي، پاکستان په دې اړه چې طالب مشران د خبرو میز ته کینوي ډیر څه کولی شي، ځکه د ښاغلي رباني په وینا دوی پر طالبانو نفوذ لري، او پاکستان ددې ټولې پروسې کیلي ده.
صلاح الدین رباني په دې مرکه زیاته کړې، پاکستان باید د ملا عبدالغني برادر په شان طالب مشران له بنده خوشې کړي؛ څوک چې په طالبانو کې له ملا محمد عمر وروسته دویم مهم کس بلل کېږي.
ښاغلي رباني ویلي، په دې وروستیو کې یې داسې نخښې نخښاني له طالبانو تر لاسه کړي، چې دوی د افغانستان د حکومت سره مخامخ خبرو ته چمتو دي.

سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)