دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲ قوس ۱۳۹۱ ساعت ۱۷:۴۰
د مطلب کود : 52710
صلاح الدین رباني د هلمند په سنګین کې پر طالبانو غږ وکړ، چې د سولې له بهیر سره ملګري شي
د افغانستان د سولې د عالي شورا رییس صلاح الدین رباني د هلمند له چارواکو سره یوځای د سنګین ولسوالۍ ته ولاړ او هلته یې پر طالبانو غږ وکړ، چې د سولې له بهیر سره ځای شي.

د سنګین په ولسوالي کې د چهارشنبې د ورځې په غونډې کې د هلمند والي حاجي محمد نعیم هم طالبان سولې ته راوبلل او د دې ولسوالي له خلکو سره یې، په دې شرط چې له سولې سره مرسته وکړي، ژمنه وکړه، چې د کجکي بند به جوړ کړي، له سنګینه تر کجکي پورې به سړک ورغوي او په سنګین کې به ښوونځي ودان کړي.

د چهارشنبې په ورځ چې کله صلاح الدین رباني د هلمند له چارواکو سره بیرته د مځکې له لارې د لشکرګاه پر لور روان شو په لاره کې د دوی د موټرو پر کاروان ډزې وشوې، خو په دې برید کې څوک ژوبل نه شول.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdccxmqp.2bqis8j5a2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته