کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

صلاح الدین رباني د هلمند په سنګین کې پر طالبانو غږ وکړ، چې د سولې له بهیر سره ملګري شي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 2 قوس 1391 ساعت 17:40


د افغانستان د سولې د عالي شورا رییس صلاح الدین رباني د هلمند له چارواکو سره یوځای د سنګین ولسوالۍ ته ولاړ او هلته یې پر طالبانو غږ وکړ، چې د سولې له بهیر سره ځای شي.

د سنګین په ولسوالي کې د چهارشنبې د ورځې په غونډې کې د هلمند والي حاجي محمد نعیم هم طالبان سولې ته راوبلل او د دې ولسوالي له خلکو سره یې، په دې شرط چې له سولې سره مرسته وکړي، ژمنه وکړه، چې د کجکي بند به جوړ کړي، له سنګینه تر کجکي پورې به سړک ورغوي او په سنګین کې به ښوونځي ودان کړي.

د چهارشنبې په ورځ چې کله صلاح الدین رباني د هلمند له چارواکو سره بیرته د مځکې له لارې د لشکرګاه پر لور روان شو په لاره کې د دوی د موټرو پر کاروان ډزې وشوې، خو په دې برید کې څوک ژوبل نه شول.


د مطلب کود: 52710

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/52710/صلاح-الدین-رباني-د-هلمند-په-سنګین-کې-پر-طالبانو-غږ-وکړ-چې-سولې-له-بهیر-سره-ملګري-شي

آوا
  https://www.avapress.com