افغان غږ خبری آژانس - کابل: یوناما نن سه شنبه (د ثور ۱۱مه) په خپله ویب پاڼه کې لیکلي: «د تیرې شپې برید په هرات کې د شیعه ګانو پر یوه جومات شوی چې په پایله کې یې د یوه تن ښځه او یو ماشوم په ګډون ٦ تنه شهیدان او دوه نور ټپیان شوي دي.
د یادولو وړ ده چې تیر ماښام د هرات په ګذرې ولسوالۍ کې د امام زمان(ع) پر جومات د وسله والو په برید کې د یوې ښځې او یو ماشوم په ګډون ۶ تنه شهیدان او دوه تنه نور ټپیان شوي وو.
تر اوسه کوم کس یا ډلې د دغه ترهګریز برید پړه پر غاړه نه ده اخیستې.