د افغانستان د سولې د عالي شورا نوي مشر صلاح الدین رباني پر وسله والو مخالفینو غږ وکړ، چې سولې ته غاړه کیږدي.
ښاغلي رباني وویل، چې که چیرې وسله وال مخالفین له تاوتریخوالي لاس واخلي نو په هیواد کې به د بهرنیو ځواکونو د موجودیت دلیل پاتې نشي.
نوموړي دغه څرګندونې په هغې غونډه کې وکړې، چې د سولې د عالي شورا د مشر په توګه د ده د معرفي کیدو په مناسبت جوړه شوې وه.
صلاح الدین رباني د خپل پلار او د سولې د عالي شورا د پخواني مشر برهان الدین رباني ځای ناستی دی، چې تیر میلادي کال د سپټمبر په میاشت کې په خپل کور کې په یوې ځان وژونکې حملې کې ووژل شو.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)