دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۲ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۱۱:۴۳
د مطلب کود : 289699
ازبکستان له افغان سوداګرو سره د ۴۴ میلیونه ډالرو په ارزښت تړون لاسلیک کړ
د ازبکستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې اعلان وکړ چې دغه هېواد له افغان سوداګرو سره د ۴۴ میلیونه ډالرو په ارزښت د صادراتو تړونونه لاسلیک کړي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ازبکستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې اعلان کړی چې دغه هېواد له افغان سوداګرو سره د ۴۴ میلیونه ډالرو په ارزښت د صادراتو تړونونه لاسلیک کړی دی.
 
سنټرل ایشیا ټایمز نن (سه شنبه، ۱۱ ثور) د دغو تړونونو د لاسلیک په اړه یو راپور خپور کړ.
 
ديوبل خبرله مخې، دغه قرارداد په تاشکند کې له افغان سوداګرو سره د درې ورځني سفر په بهيرکې لاسليک شو.
 
د سنټرل ایشیا ټایمز د راپور له مخې، د افغانستان د وارداتو ارزښت ۷ میلیارده ډالرو ته رسېږي او د افغانستان د واردونکو تر ټولو زیات تقاضا کرنیز محصولات، پروسس شوي خوراکي توکي، ټوکر، چرم، برېښنايي پرزې او ساختماني توکي دي.
 
د راپور له مخې، تاشکند او د سرپرست حکومت چارواکي په پام کې لري چې د ازبکستان او افغانستان د سوداګرۍ شورا جوړه کړي چې په کې به د افغانستان ۱۸ شرکتونه شامل وي.
 
تر دې مخکې ازبکستان د سرپرست حکومت له چارواکو سره د سوداګرۍ، ټرانزیټ او پانګونې په ګډون په بېلابېلو برخو کې تړونونه لاسلیک کړي دي.
 
د سوداګرۍ او پانګونې خونې د شمېرو له مخې، د افغانستان او ازبکستان په ګډون د منځنۍ اسيا هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه په يو کال کې له ٨٠٠ ميليونو ډالرو څخه زياتو ته رسېږي، چې له دې جملې څخه څه باندې ٦٠٠ ميليونه يې د خوراکي توکو واردات هم شامل دي. 
https://avapress.com/vdci33ar3t1avq2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته