دخپریدو نیټه :شنبه ۲۶ حمل ۱۳۹۱ ساعت ۱۵:۴۰
د مطلب کود : 39822
صلاح الدین رباني د سولې د عالي شورا د غړو لخوا په یوه علني غونډه کې د رایو په اتفاق د دغې شورا د رئیس په توګه وټاکل شو
صلاح الدین رباني، په ده باندې د هېواد د جمهوررئیس او د سولې د عالي شورا د غړو د باور له امله مننه وکړه
صلاح الدین رباني د سولې د عالي شورا د غړو لخوا د رایو په اتفاق په یوه علني غونډه کې چې په هغه کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامدکرزي، د جمهوري ریاست لومړي مرستیال مارشال محمد قسیم فهیم، استاد عبدالرب رسول سیاف او د بلخ والي عطا محمد نور هم ګډون کړی و، د دغې شورا د رئیس په توګه وټاکل شو.

په دغه غونډه لومړی د هېواد په کچه او د سولې د ټینګښت په کمیسیون کې د افغانستان د روحاني او جهادي شخصیت پرو فیسور حضرت صبغت الله مجددي د خدمتونو او همدا راز د سولې په لاره کې د شهید استاد پروفیسور برهان الدین رباني د هڅو او شهادت قدرداني وشوه.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامدکرزي د سولې د عالي شورا د رئیس په توګه د صلاح الدین رباني ټاکل کېدل په هېواد کې د ملي یو والي د لا ټینګښت او د افغانستان په کورنیو چاروکې د باندینو لاس وهنو د مخنیوي لپاره مناسب کار وباله او په دې باندې یې ټینګار وکړ چې موږ ټول باید په یوه غږ په هېوادکې د تل پاتې سولې د ټینګښت لپاره د هغه ترڅنګ ودریږو.

صلاح الدین رباني، په ده باندې د هېواد د جمهوررئیس او د سولې د عالي شورا د غړو د باور له امله مننه وکړه، وې ویل: زه په دې باور یم چې په هېواد کې د امنیت او ثبات د ټینګښت یوازینې لاره سوله ده. موږ سولې ته د یو دیني اصل په توګه ګورو. جهاد چې زموږ له دیني فرایضو څخه دی، آزادۍ، ثبات، امنیت او په نهایت کې سوله ایز ژوندانه ته د رسېدلو یوه وسیله ده.

ده وویل: د سولې بهیر په هېواد کې هغه مهال کولای شي لاس ته راوړنه ولري چې رهبري یې پخپله د افغانانو په لاس کې وي، له هغه پرته نه شو کولای د دغه ملي او اسلامي رسالت د پرمخ بیولو په لاره کې د ملت باور ترلاسه کړو.

صلاح الدین رباني وویل: (( په هېواد کې د جګړې او نا امنیو دوام په سیمه
کې د بهرنیو ځواکونو د شتون سبب شوی دی. د سولې د ټینګښت په لاره کې هڅه په حقیقت کې په هېوادکې د بهرنیو ځواکونو د شتون اړتیا ته دکمښت په لاره کې یو ګام دی او بهرنیو ځواکونو ته د وتلو لاره خلاصوي.))
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcb5wbf.rhb95p3qur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته