د کندهار چارواکي وایي، چې په ارغستان ولسوالۍ کې په یوه ځان وژونکې حمله کې ۵ پولیس وژل شوي او ۶ نور ټپیان دي.
د کندهار د والي ویاند جاوید فیصل ازادۍ راډیو ته وویل، چې دا پېښه نن له غرمې مخکې لس بجې شوې.
تر دې مخکې نن په ننګرهار او کندز ولایتونو کې چاودنو دوه پولیسه او د کندز د دشت ارچي ولسوالۍ د ترورزم پر ضد د مبارزې مدیر وژلي.
خو د دې درې واړو پیښو مسؤلیت چا په غاړه نه دې اخیستې
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)