ایساف ځواکونه وایي، چې په پکتیا کې د اتو ملکي وګړو د وژل کېدو د ادعاوو په اړه څیړنې کوي.
د پکتیا د والي ویاند روح الله سمون ازادي راډیو ته وویل؛ چې په ګرده څیړۍ ولسوالۍ کې له افغان ځواکونو سره له هماهنګۍ پرته د بهرنیو ځواکونو په هوایي برید کې تیره شپه د شپږو ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ اته غړي وژل شوي دي.
خو د ایساف ځواکونو د ګډې قومندانۍ ویاند ″جسټن براک هاف″ له آزادي راډیو سره په خبرو کې د ښاغلي سمون دا خبرې تایید نه کړې او ویې ویل چې په دې اړه به هر اړخیزې څیړنې ترسره کړي:
″د ایتلاف چارواکي دې ادعاوو ته د رسیدګۍ لپاره د معلوماتو د ټولولو په حال کې دي اوپه دې هکله به ډیره اطلاع خپره شي.
موږ د دې پیښې په اړه هر اړخیزه څیړنه ترسره کوو.″
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)