کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ایساف په پکتیا کې ملکیانو ته د مرګ ژوبلې د ادعاوو په اړه څېړنې کوي

افغان غږ آژانس(آوا) , 7 جوزا 1391 ساعت 16:15

په ګرده څیړۍ ولسوالۍ کې له افغان ځواکونو سره له هماهنګۍ پرته د بهرنیو ځواکونو په هوایي برید کې تیره شپه د شپږو ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ اته غړي وژل شوي دي.


ایساف ځواکونه وایي، چې په پکتیا کې د اتو ملکي وګړو د وژل کېدو د ادعاوو په اړه څیړنې کوي.

د پکتیا د والي ویاند روح الله سمون ازادي راډیو ته وویل؛ چې په ګرده څیړۍ ولسوالۍ کې له افغان ځواکونو سره له هماهنګۍ پرته د بهرنیو ځواکونو په هوایي برید کې تیره شپه د شپږو ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ اته غړي وژل شوي دي.

خو د ایساف ځواکونو د ګډې قومندانۍ ویاند ″جسټن براک هاف″ له آزادي راډیو سره په خبرو کې د ښاغلي سمون دا خبرې تایید نه کړې او ویې ویل چې په دې اړه به هر اړخیزې څیړنې ترسره کړي:

″د ایتلاف چارواکي دې ادعاوو ته د رسیدګۍ لپاره د معلوماتو د ټولولو په حال کې دي اوپه دې هکله به ډیره اطلاع خپره شي.

موږ د دې پیښې په اړه هر اړخیزه څیړنه ترسره کوو.″


د مطلب کود: 42046

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/42046/ایساف-په-پکتیا-کې-ملکیانو-ته-د-مرګ-ژوبلې-ادعاوو-اړه-څېړنې-کوي

آوا
  https://www.avapress.com