دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۱ حمل ۱۳۹۱ ساعت ۱۷:۳۱
د مطلب کود : 39516
جان الن:افغان ځواکونه په هېواد کې د امنیت د ټینګښت د مهمو برخو مخکښان شول
د بې ګناه افغان ملکیانو ژوند ګواښوي او د زندان د میلو تر شا د تروریستانو د ساتلو په برخو کي. تروریستان د همدې وړ دي
په افغانستان کې د امریکایي او ناتو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان ایلن وایي، د شپې د عملیاتو د تړون په لاسلیک سره افغان ځواکونه په هېواد کې د امنیت د ټینګښت د مهمو برخو مخکښان شول.

جنرال ایلن د یکشنبې په ورځ د تړون له لاسلیک وروسته وویل:“دا مهال افغان ځواکونه، نه بهرني عسکر د افغانستان د امنیت د ټینګښت د دوو مهمو برخو مخکښان دي:

د هغو تروریستانو په نیولو کې چې د بې ګناه افغان ملکیانو ژوند ګواښوي او د زندان د میلو تر شا د تروریستانو د ساتلو په برخو کي. تروریستان د همدې وړ دي”

په دې نوي تړون باندې له څو میاشتو راهیسې د افغانستان او امریکا ترمنځ خبرې روانې وې او بالاخره د یکشنبې په ورځ د افغانستان د دفاع وزیر جنرال عبدالرحیم وردګ او په افغانستان کې د امریکایي او ناتو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان ایلن لاسلیک کړ.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcb0sbf.rhb98p3qur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته