کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

جان الن:افغان ځواکونه په هېواد کې د امنیت د ټینګښت د مهمو برخو مخکښان شول

افغان غږ آژانس(آوا) , 21 حمل 1391 ساعت 17:31

د بې ګناه افغان ملکیانو ژوند ګواښوي او د زندان د میلو تر شا د تروریستانو د ساتلو په برخو کي. تروریستان د همدې وړ دي


په افغانستان کې د امریکایي او ناتو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان ایلن وایي، د شپې د عملیاتو د تړون په لاسلیک سره افغان ځواکونه په هېواد کې د امنیت د ټینګښت د مهمو برخو مخکښان شول.

جنرال ایلن د یکشنبې په ورځ د تړون له لاسلیک وروسته وویل:“دا مهال افغان ځواکونه، نه بهرني عسکر د افغانستان د امنیت د ټینګښت د دوو مهمو برخو مخکښان دي:

د هغو تروریستانو په نیولو کې چې د بې ګناه افغان ملکیانو ژوند ګواښوي او د زندان د میلو تر شا د تروریستانو د ساتلو په برخو کي. تروریستان د همدې وړ دي”

په دې نوي تړون باندې له څو میاشتو راهیسې د افغانستان او امریکا ترمنځ خبرې روانې وې او بالاخره د یکشنبې په ورځ د افغانستان د دفاع وزیر جنرال عبدالرحیم وردګ او په افغانستان کې د امریکایي او ناتو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان ایلن لاسلیک کړ.


د مطلب کود: 39516

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/39516/جان-الن-افغان-ځواکونه-په-هېواد-کې-د-امنیت-ټینګښت-مهمو-برخو-مخکښان-شول

آوا
  https://www.avapress.com