دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۶ حمل ۱۳۹۱ ساعت ۱۵:۵۸
د مطلب کود : 39125
د کندز په چاردرې کې د سیمه ایزو پولیسو یو قومندان ووژل شو
بل لورته د چاردرې ولسوال حاجي مومن وایي، چې د سیمه ایزو پولیسو دغه قومندان یي یوه ساتونکی وژلی اوپه خپله تښتیدلی دی.
تیره شپه د کندز په چار دری ولسوالۍ کې د سیمه ایزو پولیسو یو قومندان ووژل شو.

په کندز کې یوې امنیتي سرچیني چې د خپل نوم له اخیستو یي ډډه کړې ازادۍ راډیو ته وویل، چې د سیمه ایزو پولیسو وژل شوی قومندان ضیا نومیږی او یو شمېر کسان یي قرارګاه ته ننوتي او دغه قومندان یي له دوو عسکرو سره وژلی دی.

بل لورته د چاردرې ولسوال حاجي مومن وایي، چې د سیمه ایزو پولیسو دغه قومندان یي یوه ساتونکی وژلی اوپه خپله تښتیدلی دی.

پخوا تر دې هم د کندز په خان اباد کې د محلي پولیسو په نښته کې ۶ تنه یي وژل شوي وو.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchmznx.23nwidjyt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته