کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کندز په چاردرې کې د سیمه ایزو پولیسو یو قومندان ووژل شو

افغان غږ آژانس(آوا) , 16 حمل 1391 ساعت 15:58

بل لورته د چاردرې ولسوال حاجي مومن وایي، چې د سیمه ایزو پولیسو دغه قومندان یي یوه ساتونکی وژلی اوپه خپله تښتیدلی دی.


تیره شپه د کندز په چار دری ولسوالۍ کې د سیمه ایزو پولیسو یو قومندان ووژل شو.

په کندز کې یوې امنیتي سرچیني چې د خپل نوم له اخیستو یي ډډه کړې ازادۍ راډیو ته وویل، چې د سیمه ایزو پولیسو وژل شوی قومندان ضیا نومیږی او یو شمېر کسان یي قرارګاه ته ننوتي او دغه قومندان یي له دوو عسکرو سره وژلی دی.

بل لورته د چاردرې ولسوال حاجي مومن وایي، چې د سیمه ایزو پولیسو دغه قومندان یي یوه ساتونکی وژلی اوپه خپله تښتیدلی دی.

پخوا تر دې هم د کندز په خان اباد کې د محلي پولیسو په نښته کې ۶ تنه یي وژل شوي وو.


د مطلب کود: 39125

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/39125/د-کندز-په-چاردرې-کې-سیمه-ایزو-پولیسو-یو-قومندان-ووژل-شو

آوا
  https://www.avapress.com