دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۰ حمل ۱۳۹۱ ساعت ۱۶:۰۶
د مطلب کود : 38798
بریتانیا:تمه ده چې د سولې له بهیر سره د مخالفینو د یو ځای کیدو هلې ځلې به دوام وکړي
د بریتانیا د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال تمه ښودلې، په افغانستان کې به د سولې له بهیر سره د وسلوالو مخالفینو د یو ځای کیدو هلې ځلې دوام وکړي.
السټر برټ په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې له ۲۰۱۴میلادي کال نه وروسته به افغانستان د اداري فساد په ګډون له څو مهمو ننګونو سره مخ وي.

نوموړي زیاته کړه، چې هېواد یې له ۲۰۱۴ کال نه وروسته هم له افغانستان سره مرستو ته ژمن دی.

د یو بل خبر له مخې ټاکل شوې، چې د بریتانیی د دفاع وزیر نن په کابل کې له افغان ولسمشر او یو شمېر نورو چارواکو سره خبرې وکړي.

دې پرون د هلمند ولایت ته تللې او هلته یی له خپلو ځواکونو او ځایی چارواکو سره لیدلي.

دا، چې دې به له افغان ولسمشر سره په کومو مسئلو خبرې وکړي، تراوسه څه نه دي ویل شوي.

د بریتانیی ددفاع وزیر افغانستان ته دا سفر پداسې حال کې پیل کړې، چې په روانه اونۍ کې دوه بریتانوي سرتیري د ملي اردو د یو سرتیري لخوا په ډزو وژل شوي.

سرچینه: ازادی رادیو
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcc4mq1.2bq4o8j5a2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته