دخپریدو نیټه :شنبه ۲۰ حوت ۱۳۹۰ ساعت ۱۳:۲۸
د مطلب کود : 37678
د اسراییلي ځواکونو په یو برید کې د فلسطین د مقاومت د کمېټې یو مشر ووژل شو
د اسراییلو پوځ په یوه خبر پاڼه کې ویلي، چې له وژل شویو څخه یو یې ظهیر القیسي نومیږي او د فلسطین د مقاومت د کمیټې مشر و.
پر غزه باندې د اسراییلو په یو برید کې دوه فلسطیني وسلوال وژل شوي دي.

د اسراییلو پوځ په یوه خبر پاڼه کې ویلي، چې له وژل شویو څخه یو یې ظهیر القیسي نومیږي او د فلسطین د مقاومت د کمیټې مشر و.

دا کمیټه د حماس د ډلې یوه څانګه بلل کېږي.

پرونۍ حمله وروسته له هغې وشوه، چې له غزې څخه پر اسرایلو دوه توغندي وتوغول شول، چې تلفات یې نه لرل.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcivqap.t1ayy26kct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته