کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د اسراییلي ځواکونو په یو برید کې د فلسطین د مقاومت د کمېټې یو مشر ووژل شو

افغان غږ آژانس(آوا) , 20 حوت 1390 ساعت 13:28

د اسراییلو پوځ په یوه خبر پاڼه کې ویلي، چې له وژل شویو څخه یو یې ظهیر القیسي نومیږي او د فلسطین د مقاومت د کمیټې مشر و.


پر غزه باندې د اسراییلو په یو برید کې دوه فلسطیني وسلوال وژل شوي دي.

د اسراییلو پوځ په یوه خبر پاڼه کې ویلي، چې له وژل شویو څخه یو یې ظهیر القیسي نومیږي او د فلسطین د مقاومت د کمیټې مشر و.

دا کمیټه د حماس د ډلې یوه څانګه بلل کېږي.

پرونۍ حمله وروسته له هغې وشوه، چې له غزې څخه پر اسرایلو دوه توغندي وتوغول شول، چې تلفات یې نه لرل.


د مطلب کود: 37678

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/37678/د-اسراییلي-ځواکونو-په-یو-برید-کې-فلسطین-مقاومت-کمېټې-مشر-ووژل-شو

آوا
  https://www.avapress.com