افغان غږ خبری آژانس - هرات: د هرات د والي مرستیال مولوي حیات الله مهاجر وايي چې د هرات ولایت د زنده جان ولسوالۍ په «ګرمشک» کلي کې د زلزله ځپلو لپاره د اسلامي خیریه موسسې له خوا ۷۳ د استوګنې کورونه جوړ شوي دي.
ده همداراز زیاته کړه: په زلزله ځپلو سیمو کې د کورونو د جوړولو کار روان دی او په زرګونو نور کورونه هم جوړیږي.
ښاغلي مهاجر همداراز زیاته کړه: د کورونو په بشپړیدو سره به په زلزله ځپلو سیمو کې د کلینکونو او ښوونځیو د جوړولو کار پیل شي.
په همدې حال کې د هېواد په لوېديځه حوزه کې د اسلامي خيريه موسسې مشر انجنير نورالدين حقيار وايي چې د دغه انستيتوت له خوا د زلزله ځپلو لپاره د ٧٥ نورو کورونو د جوړولو کار روان دى.
باید وویل شي، چې هرات ولایت په تېرو ۱۵ کلونو کې د نسبتاً سختې زلزلې شاهد و، چې له امله یې زرګونه کسان ټپیان او سلګونه کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د زنده جان ولسوالۍ چې د دغې سختې زلزلې مرکز و، تر ټولو زيات زيانونه د سيمه ييزو، ملي او نړيوالو خيريه موسسو او خلکو په مرسته او د هغوى لپاره په بېلابېلو پړاوونو کې نوي سرپناه جوړه شوې ده.