دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۵ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۱۴:۲۰
د مطلب کود : 289315
"د خواف- هرات اورګاډي پټلۍ د څلورمې برخې دوهمه برخه" د جوړولو کار به ډېر ژر پیل شي
د خواف - هرات د اوسپنې پټلۍ د څلورمې برخې د دویمې برخې د جوړولو د پروژې قراردادي چارواکي وايي چې د دغې پروژې د تطبیق چارې به ډېر ژر پیل شي.
افغان غږ خبری آژانس - هرات: د افغان ګاما ګروپ شرکت (قراردادی شرکت) اجراییوی رییس حاجی امیر حمزه وایی: د خواف - هرات اورګاډی پټلۍ د څلورمې برخې د دویمې برخې کار پیل شی. 

د هرات - خواف اورګاډي پټلۍ د څلورمې برخې دوهمه برخه ۴۷ کیلومتره اوږدوالی لري چې په راتلونکو دوه نیمو کلونو کې به د ۵۳ میلیونه ډالرو په لګښت بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د چهاردرې خواف دوهمه برخه د دې کرښې وروستۍ برخه ده، چې له "رباط پريان" څخه پيلېږي او تر صنعتي ښارګوټي او د هرات تر هوايي ډګر پورې غځېږي.

د هرات – خواف د اورګاډي پټلۍ په بشپړیدو سره به افغانستان د ایران له سمندري بندرونو او له هغې لارې ترکیې او له هغه ځایه اروپا سره ونښلول شي.

د يادونې وړ ده، چې د هرات- خواف اورګاډي پټلۍ د څلورمې برخې د دويمې برخې د جوړولو تړون د روان کال په پيل کې د افغانستان د اورګاډي ادارې او د "ګاما ګروپ" په نوم د يوه خصوصي شرکت ترمنځ لاسليک شو.
https://avapress.com/vdcdfn0xkyt0js6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته